د کابل ولایت والي له د یاد ولایت له ټولو ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره د امنیتي وضعیت په اړه غونډه ترسره کړی.

0
93

د کابل ولایت والي له د یاد ولایت له ټولو ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره د امنیتي وضعیت په اړه غونډه ترسره کړی.

3 اګست پنجشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد او کابل ولایت امنیې قومنداني مرستیال مولوي ابراهیم د دې ولایت له ټولو ولسوالانو سره د چارو لا ښه والي او ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه غونډه وکړه.

 

په دې غونډه کې د ټولو ولسوالیو مسولینو خپل کاري راپورونه کابل والي ته وړاندې کړل او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه یې خپل وړاندیزونه له کابل والي سره شریک کړل.

 

کابل والي د ولسوالانو او قومندانانو د کاري راپورونه ترڅنګ د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

 

شیخ محمد قاسم خالد دوی ته په خطاب کې وویل؛ موږ اوس د جهاد له یوه پړاو څخه راوتلي یوو،چې هغه د نظام ګټل او دهېواد ازادي وه، اوس بله مرحله شروع ده، چې هغه د جهاد او نظام ساتنه ده.

 

کابل والي زیاته کړه، چې مسولین او مجادین دې له ولس سره ښه چلند وکړي، تر څو ولس له اسلامي امارت څخه راضي و اوسي.

اړوند موضوعات

د کابل والي له یو شمېر سوداګرو سره د ولایت مقام کې کتلي او د پانګونې په اړه یې خبرې اترې کړي.

 

 

ښاغلي خالد دغه راز ټینګار وکړ، چې مسولین دې د ولسونو په کارنو کې څنډ نه راولي او د دوی کارونه دې بغیر له تکلیفه خلاصوي.

Leave a reply