د کابل والي له یو شمېر سوداګرو سره د ولایت مقام کې کتلي او د پانګونې په اړه یې خبرې اترې کړي.

0
75

د کابل والي له یو شمېر سوداګرو سره د ولایت مقام کې کتلي او د پانګونې په اړه یې خبرې اترې کړي.

30 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي له یو شمېر سوداګرو سره د ولایت مقام کې کتلي او د پانګونې په اړه یې خبرې اترې کړي.

 

راغلو سوداګرو له کابل والي شیخ محمد قاسم خالد سره په لیدنې خوښي وښوده او له ښاغلي خالد څخه یې وغوښتل، چې د دوی غږ تر اړوندو مسولینو ورسوي.

 

یادو سوداګرو په خپلو خبرو کې وویل، چې له لسیزو وروسته په هېواد کې سراسري امنیت تامین شوی او دوی غواړي له دې فرصت څخه په ګټې سره افغانستان کې پانګونه وکړي.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد له دغو سوداګرو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

 

کابل والي دوی ته په خطاب کې وویل؛ په شل کلن جهاد کې تاسو زموږ سره ډیره مرسته کړې، تاسو زموږ محسنین یئ.

 

ښاغلي خالد ملي سوداګر د اقتصادي ډګر اتلان یاد کړل او زیاته یې کړه، چې ستاسو په هڅو به د هېواد اقتصاد په پښو ودریږي.

اړوند موضوعات

کابل والي د اهل تشیع هېوادوالو د عالي کمیسیون له استازو سره محرم ورځو کې د دوی د مراسمو په اړه خبرې اترې کړي.

 

کابل والي دغه راز سوداګر د افغان ملت یوه برخه یادکړل د دوی او ساتنه یې د اسلامي امارت دنده وبلله.

Leave a reply