کابل والي د اهل تشیع هېوادوالو د عالي کمیسیون له استازو سره محرم ورځو کې د دوی د مراسمو په اړه خبرې اترې کړي.

0
187

کابل والي د اهل تشیع هېوادوالو د عالي کمیسیون له استازو سره محرم ورځو کې د دوی د مراسمو په اړه خبرې اترې کړي.

23 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د افغانستان د اهل تشیع هېوادوالو له عالي کمیسیون له استازو سره په ولایت مقام کې لیدنه وکړه.

 

د اهل تشیع هېوادوالو کمیسیون استازو په خپلو خبرو کې وویل؛ د اسلامي امارت ملاتړ کوي او هڅه یې داده، چې د اهل تشیع وګړو ستونزې حل کړو.

 

دوی زیاته کړه، چې د یاد کمیسیون رامنځته کولو یوه موخه د اهل تشیع هېوادوالو او اسلامي امارت ترمنځ همغږي وه او موږ غواړو دغه کمیسیون ته رسمي بڼه ورکړل شي.

 

د اهل تشیع هېوادوالو کمیسیون همدارنګه د محرم په ورځو کې د بشپړ امنیت په تامین خوښي وښوده او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت مسولینو او امنیتي ځواکونو هلې ځلې وستایلې.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د یاد کمیسیون استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل ژمنه یې ورسره وکړه.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل والي سره د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه لیدلي.

 

کابل والي همداراز زیاته کړه؛ موږ هڅه کوو چې د محرم په ورځو کې د اهل تشیع هېوادوالو لپاره امنیت نور هم تامین کړو.

Leave a reply