د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل والي سره د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه لیدلي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل والي سره د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه لیدلي.
21 جولاي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د کابل والي شيخ محمد قاسم خالد سره وکتل.
په پيل کې، شيخ محمد قاسم خالد د خپلو فعاليتونو او د کابل ولايت د ملکي او نظامي ارګانونو د کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
د کابل والي زياته کړه، د بېساره هڅو په پايله کې امنيتي ځواکونه توانېدلي د پلازمېنې اوسېدونکو ته امنيت او ارامي رامنځته او د کابل ولايت ښار او ولسواليو کې بشپړ امنيت تامين کړي.
نوموړي همداراز وويل، د محرم مراسم د دې مياشتې په لومړۍ او دويمه ورځ د کابل ښار په جوماتونو او تکيه خانو کې د اهل تشيع وروڼو له لوري په بشپړه ارامۍ کې ترسره شوي او امنيتي ځواکونه تياری لري چې په پاتې ورځو کې هم د محرم مراسمو امنيت د شته امکاناتو په چوکاټ کې په تر ټولو غوره ډول تامين کړي.
په مقابل کې، د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کابل ولايت خلکو ته په غوره ډول د خدمتونو رسولو لپاره د نوموړي فعاليتونه وستايل.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د (I.H.H) خیریه موسسې مسؤلینو سره د مرستو په اړه خبرې اترې کړي.
مولوي حنفي په کابل ښار او همداراز ولسوالیو کې شته امنيت بېساری وباله او په امنيتي ارګانونو کې يې د مجاهدينو قربانۍ وستايلې. هغه د محرم مراسمو د امنیت پر تامين ټينګار وکړ او زياته يې کړه، د ا.ا مجاهدین به د جوماتونو او تکيه خانو د امنيت تامين لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.