د ریاست الوزرا اداري مرستیال د (I.H.H) خیریه موسسې مسؤلینو سره د مرستو په اړه خبرې اترې کړي.

0
114

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د (I.H.H) خیریه موسسې مسؤلینو سره د مرستو په اړه خبرې اترې کړي.

26 جون دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر په افغانستان کې د (I.H.H) موسسې مسوولینو سره وکتل.

 

لومړی هغوی د یادې موسسې د کړنو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، (I.H.H) موسسه د خپلو بشردوستانه فعالیتونو په برخه کې مصممه ده چې د افغانستان مسلمانو خلکو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

 

د یادې موسسې مسوولینو د ترکیې او افغانستان مسلمانو ملتونو د اوږدې دوستۍ یادونه وکړه او وې ویل د ترکیې خلک به د وروستۍ زلزلې ځپلو سره د افغانستان اسلامي امارت انسان دوستانه مرستې هېرې نه کړي.

 

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال د (I.H.H) موسسې مسوولینو ته د ښه راغلاست پرمهال د ترکیې او افغانستان د مسلمانو ملتونو ترمنځ د دوستۍ پيوند د نړۍ په کچه کمساری وباله.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د ترکیې ملت او دولت تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ وو او د هغوی له بېسارې مرستو یې مننه وکړه.

اړوند موضوعات

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره لیدلي.

 

 

مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې د دې موسسې له مسوولینو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

Leave a reply