په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره لیدلي.

0
209

په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره لیدلي.

26 جون دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ډاکتر محمد نعیم سره وکتل.

 

په دې کتنه کې لومړی ‌‌‌‌‌‌ډاکتر محمدنعیم په قطر کې د افغانستان د سفارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.

 

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر وویل، په دوحه کې یې د مسوولیت د پيل راهیسې د افغانستان او قطر ترمنځ د نږدې او په متقابل درناوي د ولاړو اړیکو د ایجاد او همدارنګه په قطر کې مېشتو هیوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره خپلې ټولې هڅې کړي او د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو مطابق یې زیاتې بریاوې لرلې دي.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د هیواد د سفارت د فعاله او کارنده ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماسۍ قدرداني وکړه.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، په بهر کې د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ دې کوښښ وکړي چې له اسلامي هیوادونو سره په دوستانه اړیکو د ولاړې ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماسۍ له لارې د کوربه هیوادونو خلکو ته د نظام واقعي بڼه ور وښيي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست او مرستیال سره کتلي.

 

 

مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان او قطر ترمنځ په متقابل درناوي د ولاړو دوستانه اړیکو غوښتونکی شو او وې ویل چې سفارت باید په قطر کې مېشتو افغانانو ته د اسانتیاوو او د نږدې او دوستانه اړیکو لپاره زیات کوښښ وکړي.

Leave a reply