د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست او مرستیال سره کتلي.

0
142

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست او مرستیال سره کتلي.

23 جون جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له سرپرست محمد یونس مومند او د یادې خونې له یو تن غړي حاجي خانجان الکوزي سره وکتل.

 

په پیل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په دې وروستیو کې یې د امیرالمؤمنین له لوري د اعلان شوي مالیاتي معافیت هرکلی وکړ.

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست د سوداګرو او پانګوالو د ځاني او مالي امنیت د تامین، په ګمرکونو کې د روڼتیا د ایجاد، د وارداتي اقلامو د کیفیت د تشخیص لپاره د لابراتوارونو برابرول او د اداري فساد لمنځه وړل په هیواد کې د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې هغه فرصت وباله چې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې رامنځته شوی چې په بېلابېلو برخو کې په هیواد کې د سوداګرو او پانګوالو د خوشحالۍ او تشویق لامل ګرځیدلی دی.

 

نوموړي همداراز د ترانسپورټي مسایلو او د سوداګریزو توکو د لېږد او د بې کیفیته توکو د تشخیص او ارزونې په موخه د لابراتوارونو د ایجاد برخې ته د اسلامي امارت د رهبري هیئت ځانګړې پاملرنه وغوښته.

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، سوداګر او پانګوال د هیواد د ابادۍ په برخه کې اړین رول لري.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د خنډونو د لمنځه وړلو او دوی ته د لازمو اسانتیاؤ د برابرولو په موخه خپلې ټولې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

اړوند موضوعات

د رياست الوزرا اداري مرستيال د هيواد د علومو اکاډمۍ مسؤولینو سره د یادې اکاډمۍ پر فعالیتونو خبرې اترې کړي.

 

مولوي حنفي همدازار وویل، د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د ناامنۍ او فساد په څېر اصلي خنډونه لمنځه وړل شوي دي. نوموړي له هغو افغان سوداګرو او پانګوالو څخه چې له هیواده بهر ژوند کوي وغوښتل چې بېرته هیواد ته راستانه او په خپلې پانګونې او سوداګرۍ سره د افغانستان په پرمختګ او پراختیا کې ونډه واخلي.

Leave a reply