د رياست الوزرا اداري مرستيال د هيواد د علومو اکاډمۍ مسؤولینو سره د یادې اکاډمۍ پر فعالیتونو خبرې اترې کړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د هيواد د علومو اکاډمۍ مسؤولینو سره د یادې اکاډمۍ پر فعالیتونو خبرې اترې کړي.
18 جون یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسؤولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی د علومو اکاډمۍ تخنیکي مرستيال شيخ امير جان ثاقب خبرې وکړې او د يادې ادارې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او برنامو په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.
شيخ ثاقب علومو اکاډمۍ د هيواد يو له مهمو علمي مرکزونو څخه وبلله، چې د نورو علمي بنسټونو ترڅنګ په هيواد کې د علومو د پراختيا او پرمختګ لپاره فعاليت کوي، ترڅو د اکاډمیکو پروژو ريسرچ، تامين او انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان علومو اکاډمۍ مسؤولينو سره په کتنې د خوښۍ ترڅنګ په هیواد کې په علمي او اکاډميکو برخو کې د پرمختګ او پراختيا لپاره د دې بنسټ د فعالیتونو قدرداني وکړه.
نوموړي زياته کړه، اکاډميک بنسټونه د هيواد په پراختيا او انکشاف کې مهم رول لري، نو په همدې اساس علمي بنسټونه او په ځانګړي ډول علومو اکاډمي مکلفه ده، چې په دې برخه کې خپله ټوله هڅه وکړي.
اړوند موضوعات
مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت ژمن دی چې د ټولو بنسټونو ارزونه او ستونزې حل کړي او مسوولين تر خپلې وسې هڅه کوي د يادو بنسټونو اړتياوې تشخيص او ورته رسيدګي وکړي.