جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۵۶ تنه د غلا، وژنو، قاچاق او جعل په تړاو پلازمینه او نورو ولایتونو کې نیولي.
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۵۶ تنه د غلا، وژنو، قاچاق او جعل په تړاو پلازمینه او نورو ولایتونو کې نیولي.
18 جون یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۵۶ تنه د غلا، وژنو، اسنادو جعلي کولو، ځورونو، قاچاق او نورو جرمونو په تړاو په پلازمېنه، تخار، بلخ، غزني، ننګرهار، هرات، کندهار، لغمان او پکتیکا کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له ډلې یې؛ د کابل جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو نهه تنه غله او یو کس د اسنادو جعلي کولو په تړاو نیولی دی.
دې ته ورته، تخار کې شيږتنه د ځورونو، یو قاتل، دوه تنه د وهلو ډبولو او دوه تنه د اخلاقي بې لاریو په تړاو، کندز کې په تېره یوه اونۍ کې ۱۴ کسان د جنایي جرمونو په تړاو، درې وسله وال غله په بلخ، اته کسان په غزني کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو، ننګرهار کې یو کس اسنادو د جعلي کولو، یو تن د ناپاکو غوښو د پلور او یو تن د قیمتي ډبرو د پلور په تړاو نیول شوی دی.
اړوند موضوعات
همداراز، کندهار کې دوه تنه د ۳۰۰ زرو پاکستانۍ کالدارو په ارزښت سرو زرو او ۶۰ زره نغدو افغانیو د غلا په تړاو، دوه غله په لغمان او یو غل په پکتیا ولایت کې نیول شوی دی.