د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد بیلابیلو ولایتونو کې ۲۰ تنه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد بیلابیلو ولایتونو کې ۲۰ تنه د غلا، وژنو او نورو جرمونو په تړاو نیولي.
13 جون سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ کسه د غلا، قاچاق او حرامو غوښو د پلور په تړاو په جوزجان، سرپل، هرات، ننګرهار، کندهار، بادغیس، غزني او هلمند ولایتونو کې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له ډلې یې؛ دوه تنه په جوزجان کې له یوه کوره د ۴۰ زره افغانیو او دوه مبایلونو د غلا په تړاو، دوه غله په هرات، دوه کسه په سرپل کې د مړو چرګانو د غوښو د پلور په تړاو، درې غله په کندهار، غزني او بادغیس او یو کس په تورخم بندر کې د وسلو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.
اړوند موضوعات
په ورته وخت کې، د هلمند د امنیه قومندانۍ منسوبینو په تېره یوه اونۍ کې اته تنه غله د یاد ولایت موسی کلا، مارجې او ګرمسیر ولسوالیو کې نیولي دي.





