جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو پلازمینه او نورو ولایتونو کې نیولي.

0
201

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو پلازمینه او نورو ولایتونو کې نیولي.

10 جون شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۰ کسه د غلا، وژنو، عامه نظم ګډوډولو، له کوره تېښتې، ناقانونه وسلو لرلو او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

 

یاد کسان د هیواد پلازمینې سربیره په کندز، کنړ، کندهار، تخار، هرات، فاریاب، بادغیس، ارزګان او فراه کې نیول شوي دي.

 

له ډلې یې؛ پولیسو ۱۱ کسه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په کندز، ۹ کسه په کنړ کې د قتل او غلا په تړاو، درې غله او درې تنه نور له کوره د تېښتې په تړاو په تخار، څلور غله په کابل، دوه غله او څلور تنه د ناقانونه وسلو لرلو په تړاو په هرات کې نیول شوي.

اړوند موضوعات

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۱ تنه د غلا، وژنو، قاچاق او انسان تښتونې په تړاو د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې نیولي.

 

 

او همدا راز دوه غله په کندهار، دوه کسه د قتل په تړاو په فاریاب او درې غله په بادغیس، ارزګان او فراه ولایتونو کې نیول شوي دي.

Leave a reply