جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۱ تنه د غلا، وژنو، قاچاق او انسان تښتونې په تړاو د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې نیولي.

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۱ تنه د غلا، وژنو، قاچاق او انسان تښتونې په تړاو د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې نیولي.
31 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴۱ کسه د غلا، له کوره د تېښتې، ناقانونه وسلو ساتلو، ځورونو او اخلاقي فساد په تړاو په هلمند، تخار، هرات، کاپیسا، ننګرهار او پروان کې نیولي دي.
په دوی کې، ۱۲ کسه د اخلاقي بې لاریو په تړاو په هلمند، څلور غله په هرات، درې کسه د ځورونو او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په تخار، یو غل په پروان، دوه تنه د ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو په کاپيسا او دوه کسه په ننګرهار کې له کوره د تېښتې په تړاو نیول شوي دي.
اړوند موضوعات
همدا راز شپږ تنه د قتل، غلا او نورو جرمونو په تړاو په کنړ، څلور غله په کاپيسا، درې کسه په فاریاب کې له یو سوداګر څخه د ۱۸۳ زره افغانیو د غلا په تړاو، یو مشهور غل په کندهار او یو تن د اخلاقي فساد په تړاو له یو میل وسلې سره په ارزګان ولایت کې نیول شوی دی.






