نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د شرابو دوه کارخونې له منځه وړي او ۲۵ تنه یې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

0
235

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د شرابو دوه کارخونې له منځه وړي او ۲۵ تنه یې د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

30 مئي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په پلازمېنه کابل کې د نشه یي توکو او شراب جوړولو دوه کارخونې له ۱۹ کیلو شيشې، ۴۰ بوتله شرابو او له ډېر شمېر نشه یي ګولیو سره موندلي او ۱۲ تنه یې په تړاو نیولي دي.

 

همدارنګه یادو يولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۵ تنه په هرات، درې کسه په تخار، دوه تنه په خوست او دوه تنه په کندهار او نیمروز کې نیولي دي. دغه راز، پولیسو په دایکندي ولایت کې د نشه یي توکو یوه کارخونه موندلې او د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې یې ډېره کچه نشه یي توکي ترلاسه او سوځولي دي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار اړولي او څو تنه یې د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

 

په ورته وخت کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې ۹۷۷ جریبه کوکنار د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ، ۳۰ جریبه په غور او څلور جریبه په دایکندي او لوګر ولایتونو کې اړولي دي.
دغه راز، یادو پولیسو په بادغیس ولایت کې لسګونه جریبه د کوکنارو کروندې له منځه وړي دي.

Leave a reply