نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار اړولي او څو تنه یې د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

0
223

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار اړولي او څو تنه یې د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي.

29 مئي دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د هیواد په ۸ ولايتونو کې له ۳۹۰ جريبو زيات کوکنار له منځه وړي او ۹ تنه يې د نشه يي توکو د پلور په تور نيولي دي.

 

له منځه یې، ۳۸۶ جریبه د بدخشان په ارګو ولسوالۍ، ۷ جریبه د غور په الفاروق ولسوالۍ، لسګونه جریبه د کاپیسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې او په لسګونه جریبه نوره ځمکه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې ده.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تخار کې ۷۵۰۰ جریبه کوکنار تخریب او له منځه وړي دي.

 

دغه راز، نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو کابل کې ۳ تنه د ۵۸۲ پاکټه ټابلیټ کا ګولیو او ۲۰۰ پاکټه زکاف ګولیو سره، دوه تنه په کندز کې د ۳۰۳ پاکټه نشه یي ګولیو او ۱۹۱ ګرامه شیشې په تړاو، ۲ تنه د ۶۰ لیتره شرابو د پلور په تړاو په فاریاب او یو کس په هرات کې د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوی دی.

Leave a reply