د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تخار کې ۷۵۰۰ جریبه کوکنار تخریب او له منځه وړي دي.

0
135

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تخار کې ۷۵۰۰ جریبه کوکنار تخریب او له منځه وړي دي.

29 مئي دوشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د تخار ولایت په مرکز او شپاړسو ولسوالیو کې ۷۵۰۰ جریبه کوکنار اړولي دي.

 

دې ته ورته، ۲۱۵ جریبه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ، ۱۷ جریبه په کاپيسا، څلور جریبه په کابل او شاوخوا یو جریب د پکتیا ولایت په دیله ولسوالسۍ کې اړول شوي دي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیږدې زر جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه او څو تنه یې نیولي.

 

همداراز، یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو درې تنه په هرات، دوه کسه په پروان او دوه تنه په کابل او نیمروز ولایتونو کې نیولي دي. په همدې وخت کې دوه زره او ۹۰۰ کیلو د اومان بوټي يه غور کې ترلاسه او سوځول شوي دي.

Leave a reply