نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیږدې زر جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه او څو تنه یې نیولي.

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیږدې زر جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه او څو تنه یې نیولي.
26 مئي جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۶۵۴ جریبه ځمکه د بدخشان په ارګو ولسوالی او په لسګونه جریبه نوره ځمکه د کنړ او کاپیسا په ولایتونو کې، د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړی.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نشه یي توکو د پروسس یوه کارخونه او لسګونه زره کیلو ګرامه یامه د غور په ولایت کشف او له منځه وړې، بل لورته یو تن د ۷ کیلو ګرامه چرسو د لیږد او یو بل تن د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په کابل کې نیول شوي.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې تیرو دوو ورځو کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه ځمکه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کوکنارو له کښت پاکه کړی او څو کارخونې یې له منځه وړي.