نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې سلګونه جریبه کوکنارو کښت له منځه وړی دی.

0
73

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې سلګونه جریبه کوکنارو کښت له منځه وړی دی.

24 مئي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې د هیواد په ۵ ولایتونو کې په سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

 

له دې ډلې، ۱۰۸ جریبه ځمکه د ننګرهار په اچین ولسوالی کې، لسګونه جریبه ځمکه د پروان او کاپیسا ولایتونو په اړونده سیمو کې، د بادغیس په الفاروق او قادس ولسوالیو او د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیږدې ۴سوه جریبه کوکنار تخریب او ۲۱ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

 

 

همدا جریبه د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسوالیو، ۱۶ جریبع دغور ولایت په الفارق ولسوالۍ، ۷ جریبه د بامیان په شیبر ولسوالۍ، ۴ جریبه د بغلان په نهرین ولسوالۍ او دوه جریبه ځمکه په میدان وردګ ولایت کې له کوکنارو پاکه شوې ده.
دغه راز، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو لسګونه جریبه کوکنار په کابل، هرات او کاپيسا ولایت کې اړولي دي.

Leave a reply