نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیږدې ۴سوه جریبه کوکنار تخریب او ۲۱ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیږدې ۴سوه جریبه کوکنار تخریب او ۲۱ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.
22 مئي دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۳۰ تنه په نشو روږدي چې پخوا یې د پلخمري ښار له څنډو راټول کړي و، له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
دغه راز، یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۸ تنه په خوست، ۷ تنه په هرات، دوه تنه په لوګر او ۴ تنه د ۴۳۳ پاکټه نشه یي ګولیو او ۲۴۸ ګرامه پوډرو سره په پلازمېنه کابل کې نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې همدا راز نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې نږدې ۴۰۰ جریبه کوکنار اړولي دي.
اړوند موضوعات
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۳۷ کسه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، یادو پولیسو ۲۵۳ جریبه په ننګرهار، ۹۰ جریبه د تخار په مرکز او رستاق، نمک اب او درقد ولسوالیو، ۹ جریبه د بامیان په شیبر ولسوالۍ او ۶ جریبه د فاریاب ولایت په خیبر ولسوالۍ کې اړول شوي دي.