نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۳۷ کسه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

0
127

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۳۷ کسه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

 

مئي 20 شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ۳۷ کسه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې له ډلې یې، په هرات کې یو تن له ۱۱۰ کیلو نشه یي توکو د لېږد په تړاو او ۸ کسه د یادو توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي. دغه راز، ۷ تنه په خوست، ۵ کسه له نشه یي ګولیو او چرسو سره په کابل او درې تنه په غزني کې نیول شوي دي.

اړوند موضوعات

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو بدخشان او غور کې د نشه‌یي‌توکو کارخونې له منځه وړي او څو تنه یې نیولي.

 

همدا راز ۹ کسه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په بلخ، ۳ کسه په کابل کې د یادو توکو د خرڅلاو په تړاو او یو کس په هرات کې له ډېرې کچې نشه یي توکو سره نیول شوی دی.

Leave a reply