د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي او زیات دوه فابریکې له منځه وړي.
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي او زیات دوه فابریکې له منځه وړي.
24 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو څلور تنه د نشه یي توکو دپلور په تړاو په هرات کې، دوه تنه په کابل کې د ٢١ کيلوګرامو چرسو د پلور په تور، درې تنه په خوست کې د نشه يي توکو د پلور او يو بل تن په هلمند ولايت کې نيول شوی دی.
دغه راز، نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د سرپل او هلمند ولايتونو په مربوطاتو کې د نشه يي توکو دوه فابريکې کشف او له منځه وړي، چې په تړاو يې دوه تنه نيول شوي هم دي.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې تیره ورځ هم یادو پولیسو د غلا، وژنو، قاچاق او انسان تښتونو په تړاو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمیر مجرمین نیولي وه.