د ریاست الوزراء اداري مرستیال د فاریاب ولایت د ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره کتلي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د فاریاب ولایت د ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره کتلي.
جون 16 جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د فاریاب ولایت د ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو له یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې حاجي عجب ګل او عبدالشکور یاور د نورو په استازولۍ په خپلو خبرو کې په هیواد کې د اسلامي امارت نظام پر دوباره استقرار، د سرتاسري امنیت پرتامین او د اسلامي امارت د سیمه ییزو مسوولینو پر نېک چلند او فعالتونو خوښي څرګنده کړه.
دوی وویل، سیمه ییز مسوولین ولسونو ته د خدمت په برخه کې ناغېړي نه کوي، همدا لامل دی چې ولسونه یې هم له چارو راضي دي. یادو مشرانو د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه د ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو د مواصلاتي سړکونو جوړولو ته د جدي پاملرنې غوښتنه هم وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو د مجاهد پروره ولسونو سرښندنې، مېړانه او زحمتونه وستایل او له اسلامي امارت څخه یې د دوی د ملاتړ قدرداني وکړه.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د افغان ولسونو د ستونزو او ننګونو د حل په موخه هراړخیزه هڅې کوي او د یادو ولسوالیو د مواصلاتي سړکونو د جوړولو په برخه کې به هم خپلې هر راز هڅې درېغ نکړي.






