د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خوړو نړیوال سازمان له مرستیال او مل پلاوي د مرستو په اړه خبرې اترې کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خوړو نړیوال سازمان له مرستیال او مل پلاوي د مرستو په اړه خبرې اترې کړي.
16 جون جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ ماسپښين د خوړو نړیوال سازمان مرستیال ښاغلي کارل سکاو او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال کارل سکاو او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان بې وزله او اړمنو خلکو سره د خوړو نړیوال سازمان د مرستو مننه او د یادو مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په هیواد کې سراسري امنیت ټينګ شوی او د افغانستان په هیڅ نقطه کې جنګ او ناامني نشته. اسلامي امارت په خپل زړور تصمیم سره عمومي عفوه وکړه او د نشه یي توکو کښت، استعمال او قاچاق یې منع کړ. په نشه یي توکو د روږدو درملنه یې وکړه او سوالګر یې له بېلابېلو نقطو راټول کړل. اما د دې باوجود په یادو برخو کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو مرستې کافي نه دي او باید زیاتې شي.
د خوړو نړیوال سازمان مرستیال ښاغلي کارل سکاو وویل، دا سازمان له ۶۰کالو راهیسې په افغانستان کې په بېلابېلو لکه د خوړو خوندیتوب او تغذیې برخو کې بشري مرستې او پراختیایي فعالیتونه کوي او زموږ موخه افغانانو ته د زیاتو بین المللي مرستو راجلبول دي.
هغه وویل، پخوا فساد یوه عمده ستونزه وه چې له نېکه مرغه له منځه تللی. نشه یي توکي کم شوي او په افغانستان کې سراسري امنیت تامین شوی.
اړوند موضوعات
د رياست الوزرا اداري مرستيال د بلخ ولايت د کشنده ولسوالۍ يو شمېر مشرانو او مجاهدينو سره کتلي.
د خوړو نړیوال سازمان مرستیال وویل چې جګړو او اقلیمي بدلونونو واقعا افغانان زیانمن کړي، بنا موږ بې وزله افغانانو ته د زیاتو بشردوستانه مرستو د راجلبولو هلې ځلې کوو.






