د رياست الوزرا اداري مرستيال د بلخ ولايت د کشنده ولسوالۍ يو شمېر مشرانو او مجاهدينو سره کتلي.

0
179

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بلخ ولايت د کشنده ولسوالۍ يو شمېر مشرانو او مجاهدينو سره کتلي.

16 جون جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د بلخ ولايت د کشنده ولسوالۍ يو شمېر مشرانو او مجاهدينو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې، د کشنده ولسوال مولوي حفيظ الله اسرار د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د يادې ولسوالۍ د امنيتي او ټولنيز وضعيت او سيمه ييزې حکومتوالۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړل.

 

نوموړي زياته کړه، د کشنده ولسوالۍ اوسېدونکي په هر حالت کې د اسلامي امارت ملاتړي وو او دي او په دې لاره کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې دي. نوموړي همداراز د دې ولسوالۍ ستونزو ته هم اشاره وکړه او د اسلامي امارت مسوولینو څخه يې وغوښتل، ترڅو د کشنده ولسوالۍ عمومي سړک جوړولو او د څښاک اوبو تامين ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملي دفاع وزارت د توپچي قواؤ له قومندان او یو شمیر مجاهدینو سره کتلي.

 

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اشغالګرو پر وړاندې د کشنده ولسوالۍ د خلکو د قربانيو او د اسلامي امارت د ملاتړ ستاينه وکړه وې ويل، اسلامي امارت هڅه کوي خپلو امکاناتو ته په پام د خلکو ستونزو ته رسيدګي وکړي.

Leave a reply