د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کندز ولایت کې د قومي مشرانو، علماؤ او مجاهدینو سره کتلي.

0
202

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر کندز ولایت کې د قومي مشرانو، علماؤ او مجاهدینو سره کتلي.

16 جون جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني شمالي ولایتونو د خپل سفر په لړ کې کندز ولایت ته ورسید.

خبر زیاتوي چې قومي مشر سپین ږيری ډاکټر عبدالستار د حقاني سفر د کندز ولسونو لپاره سعادت او د شهیدانو د ورثه و د حال پوښتنه وبلله.

 

نوموړي زیاته کړه: کندز په دوو انقلابونو کې د بې مثاله قربانیو شاهد پاتې شوی دی، نو د دې ولایت مجاهدبنو ته باید په لوړه کچه د خدمت فرصت ورکړل شي

 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خلکو د ویناو او غوښتنو تر اورېدلو وروسته وویل: ستاسې خبرې او وړاندیزونه مې واورېدل، د نظام د وس په حدودو کې به ان شاءالله لازم اجراات وشي.

 

نوموړي همدا راز وویل ما چې کله امیرالمؤمنین ته وویل چې شمال ته ځم، ډېر خوښ شو او راته یې وویل : ما هم غوښتل چې هلته لاړ شم، اوس چې ته روان یې، زه به خپل تګ وځنډوم، خو هغو مجاهدو ولسونو ته مې سلام او درنښټ ورسوه چې د الله ج د دین په لار کې یې سخت تکلیفونه ولیدل، رب ج دې یې په خپل دربار کې قبول کړي.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جوزجان ولایت د دښتې لیلې سیمې څخه لیدنه ترسره کړی.

 

سرپرست وزیر همدا راز وویل: کندز تل د باطل په مقابل کې د حق «غر» ګرځیدلی دی، کله چې مظلومو مسلمانانو د نصرت غږ شوی، تاسو وردانګلي دي. کله چې به په نورو ګاونډیو ولایتونو کې د مجاهدينو همکارۍ او کومک ته ضرورت وو، نو زمونږ غږ به د کندز په مجاهدینو وو.

Leave a reply