د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جوزجان ولایت د دښتې لیلې سیمې څخه لیدنه ترسره کړی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جوزجان ولایت د دښتې لیلې سیمې څخه لیدنه ترسره کړی.
10 جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د جوزجان ولایت دښت لیلي ته سفر ترسره کړ.
خبر زیاتوي چې نوموړي هلته په رسېدو یې د مازدیګر لمونځ ادا کړ، د قرآن کریم تلاوت یې وکړ او د شهیدانو ارواو ته یې دعا وکړه.
نوموړي وزیر وویل: د لیلي دښتې شهیدان د اسلام «نوم ورکي سپاهیان» دي چې مظلومانه شهیدان کړل شول. د اسلام د شهیدانو دا ستره قافله یوازې یو نوم لري او هغه «د دښت لیلي شهیدان» دي. د دوی سپېځلو وینو د هغوی د قاتلانو ګرېوان ونیوهٔ، ذلیل او رسوا یې کړل. دې قاتلانو سره به د الله ج سخت حساب هم کېږي؛ دا جنګي جنایات به تاریخ هېر نه کړي.
د جوزجان محلي چارواکو د شهیدانو د وینو د حرمت د ساتلو په پار د پېښې له ځایه د یوهٔ دېوال د راتاوولو، د یوهٔ منار او هلته د جومات د جوړولود پلان خبره وکړه چې سرپرست وزیر یې د تطبیق لارښوونه وکړه او په دې موخه یې مالي مرسته هم وکړه.
اړوند موضوعات
کورنیو چارو سرپرست وزیر بلخ ولایت کې د علماؤ، قومي مخورو او یو شمیر مسؤلینو سره کتلي.
یاده سیمه چې د طالبانو د تیرې دورې پر مهال پکې د شمالي ټلوالې مشر جنرال دوستم زرګونه طالبان په غدر سره شهیدان کړل.