کورنیو چارو سرپرست وزیر بلخ ولایت کې د علماؤ، قومي مخورو او یو شمیر مسؤلینو سره کتلي.

کورنیو چارو سرپرست وزیر بلخ ولایت کې د علماؤ، قومي مخورو او یو شمیر مسؤلینو سره کتلي.
8 جون پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د دغه ولایت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او چارواکو سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي چې سراج الدین حقاني په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت ګډ حکومت او د ټولو لپاره کور دی او وړ او کار پوه کسان به په کې ستایل کېږي، هر چا ته به ازادي ورکول کېږي. او د مشروعو لارو به هر سړی خپل حقه حقوق ترلاسه کوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په یاده ناسته کې ویلي چې دوښمنان هڅه کوي چې افغانان په ډلو ډلو ووېشي او ترمنځ یې د نفاق تخمونه وکري؛ خو اصلا دلته د ولس ترمنځ د تعصب رېښې نشته او هغه څه چې راوارد شوي هغه د بهرنیو اشارې دي او سیاسي بڼه لري.
نوموړي همداشان ویلي چې د پردي کولتور له اغېز څخه باید افغانان خپل اصیل دیني او افغاني فرهنګ ته مخه کړي.
اړوند موضوعات
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې ښاغلي حقاني د بلخ ولایت ټولو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د چارو په ترسره کولو او له خلکو سره په تعامل کې له نرمۍ او ښه چلند څخه کار واخلي.




