د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره کتلي.
8 جون پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق آخند همکار د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف لقمان سره لیدنه وکړه.
خبرپاڼته زیاتوي چې په دغه لیدنه کې، لومړی ښاغلي همکار د ترکمنستان هیواد سفیر ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ یې، په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پر کړنلاره د ترکمنستان هیواد له سفیر سره معلومات شریک کړل.
وروسته د ترکمنستان هیواد سفیر ښاغلي خواجه اویزوف لقمان او ورسره پلاوي د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت له کړنو او لاسته راوړنو څخه د خوښی په څرګندولو سره وویل چې، د ترکمنستان هیواد چمتو دی چې په نشه د روږدو کسانو د درملنې او په نورو برخو کې پوره همکاري وکړي.
اړوند موضوعات
د نشه یي توکو سره د مبارزې معین هرات ولایت کې له قومي مخورو او سپین ږیرو سره کتلي او غونډه یې کړې.
د یاد وزارت د خبرپاڼې پر اساس د دغه لیدنې په پای کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو همکاریو هوکړه وکړه.