د نشه یي توکو سره د مبارزې معین هرات ولایت کې له قومي مخورو او سپین ږیرو سره کتلي او غونډه یې کړې.

0
173

د نشه یي توکو سره د مبارزې معین هرات ولایت کې له قومي مخورو او سپین ږیرو سره کتلي او غونډه یې کړې.

18 فبروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معينيت مرستيال ملا عبدالحق همکار هرات ته په خپل سفر کې له قومي مخورو سره ولیدل.

خبر زیاتوي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې معین په یاد ولایت کې د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیلولو، د نشه یي بوټو د کښت او لېږد په اړه او همداراز د نشه يي توکو سره د ګډيدونکو درملو په اړوند د امیرالمومنین نوي فرمان د پلي کېدو په هکله ولایتي مسولینو ته سپارښتنې وکړې.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت یو لوړپوړي پلاوي کندهار ته د نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره سفر ترسره کړ.

 

په ورته وخت کې، قومي سپين ږيرو هرات ولایت کې د نشه يي توکو د کښت او پلور د مخنيوي او په همدې اړه د اميرالمومنين د فرمان د پلي کيدو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Leave a reply