د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت یو لوړپوړي پلاوي کندهار ته د نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره سفر ترسره کړ.
د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت یو لوړپوړي پلاوي کندهار ته د نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره سفر ترسره کړ.
10 فبروري 2023
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې معین د یو پلاوي په مشری د رسمي سفر په لړ کې داځل کندهار ولایت ته سفر وکړ.
یاد پلاوي ده د کندهار ولایت والي، امنیه قومندان، ولایتي رئیسانو، ولسوالیو امنیه قومندانانو، علماوو، قومي مخورو او سپین ږیرو سره یې غونډه ترسره کړه.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق آخندزاده (همکار) په هیواد کې د روږدو کسانو د راټولولو، تداوی او د نشه یي توکو د قاچاق، پلور او کښت په هکله د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
معین زیاته کړه چې اسلامي امارت د نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې ټینګ هوډ لري چې هیچاته به اجازه ورنکړي ترڅو د نشه یی توکو کښت، قاچاق او استعمال ترسره کړی.
اړوند موضوعات
د نشه یي توکو سره د مبارزې معین وایي ۷۵ زره معتادین راټول او روغتیايي مرکزونو کي یې درملنه روانه ده.
په ورته وخت کې د کندهار ولایت والي ، امنیه قومندان ، علماوو او قومي مشرانو معین او راغلي پلاوي ته د هرکلي او ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه چې اسلامي امارت د مشرتابه فرمان او حکمونه به په پوره ډول تطبیق کیږي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کیږي.