د نشه یي توکو سره د مبارزې معین وایي ۷۵ زره معتادین راټول او روغتیايي مرکزونو کي یې درملنه روانه ده.

0
180

د نشه یي توکو سره د مبارزې معین وایي ۷۵ زره معتادین راټول او روغتیايي مرکزونو کي یې درملنه روانه ده.

9 فبروري 2023

 

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو په وړاندي د مبارزې معین ملا عبدالحق «همکار» کندهار کې له خبریالانو سره یو خبري کنفرانس چې د کندهار ولایت مقام د رسنیو په مرکز کې ترسره شو، د معتادینو او هغوی ته درملنې او اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې.

 

نوموړي وویل د مشرتابه د حکم سره سم یې په ټول هیواد کي د ۳۷۰۰ عملیاتو په پایله کښي ۴۰۴ ټنه نشه‌يي توکي او په تړاو یې ۴۶۵۰ کسان نیولي او همد راز یې زیاته کړه؛ په ټول هیواد کي یې پر ۱۱۴۷ هکتاره ځمکه کرل شوي کوکنار او بنګ له منځه وړي.

 

ملا عبدالحق اخند وویل؛ د یادو عملیاتو په ترڅ کي یې د مشروباتو او نورو نشه‌يي توکو ۱۴۸ کارخانې او فابریکې په نخښه او هم له منځه وړي او هم یې د ټول هیواد په کچه ۷۵ زره معتادین راټول او روغتیايي مرکزونو ته یې لېږلې، چي اوس یې په روغتیايي مرکزونو کښي درملنه په ښه ډول روانه ده.

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو وزارت له لورې په نشه يي توکو روږدو ته د درملنې ۵۰۰۰ بستريز ستر حمایوي مرکز ( آغوش) پرانيستل شو.

 

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د کوکنارو او بنګو د بندېدو سره سم یې د بدیل کښت په برخه کي په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه هم هڅو ته دوام ورکړی او هم یې یوشمېر تُخمونه ازمایلي، چي انجه، پنبه او زعفران ګټور ثابت سوي او لا هم په دې برخه کي جدي هڅي له نړیوالو ادارو سره دوام لري، ترڅو نور تُخمونه هم وازمايي.

Leave a reply