د کورنیو چارو وزارت له لورې په نشه يي توکو روږدو ته د درملنې ۵۰۰۰ بستريز ستر حمایوي مرکز ( آغوش) پرانيستل شو.

د کورنیو چارو وزارت له لورې په نشه يي توکو روږدو ته د درملنې ۵۰۰۰ بستريز ستر حمایوي مرکز ( آغوش) پرانيستل شو.
1 فروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت له لورې د نشه یي توکو روږدو د درملنې ستر حمایوي ۵زره بستریز مرکز پرانیستل شو.
خبر زیاتوي چې د هېواد په کچه د دې ستر مرکز د پرانستې په پار په کورنیو چارو وزارت کې مطبوعاتي غونډه رابلل شوې وه، چې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سربېره د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي، د حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو او د بهرنیو سفارتونو استازو پکې ګډون کړی وو
چارواکو د نشه یي توکو د کښت او تولید په مخنیوي او د روږدو کسانو د درملنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت ورستي ګامونه وستایل، له نړیوالو خیریه بنسټونو او کور دننه ملي تجارانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د روږدو کسانو په درملنه کې مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۶زره روږدې کسان د درملنې لپاره روغتونو ته لېږدول شوي دي،چې ۵زره یې یوازې له کابل څخه راټول شوي دي او دا لړۍ به دوام مومي.
اړوند موضوعات
همدارنګه تر دې دمه سلګونه کسان د نشه یي توکو قاچاقبران نیول شوي او ګڼې کارخونې له منځه وړل شوي دي او په ټول هېواد کې یو جریب ځمکه هم د نشه یي توکو ښکاره کښت شتون نه لري.





