سراج الدین حقاني: اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغانستان له معتادو پاک او د دوی ناوړه حالت ته تغیر ورکړو.

سراج الدین حقاني: اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغانستان له معتادو پاک او د دوی ناوړه حالت ته تغیر ورکړو.
1 فروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په نشه يي توکو د روږدو ۵ زره بستریز مرکز ( آغوش) د پرانیستې غونډې ته ویلي: کله چې اسلامي امارت د حکومت چارې په لاس کې واخیستې ميليونونه روږدي ورته په ميراث پاتې شول، خو له څو میاشتو واکمنۍ وروسته د نشه يي توکو کښت او توليد صفر شوى او زرګونه روږدي روغتونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې له کلنو راهیسي معتاد په نشه یي توکو روږدي ول، خو د بشر د حقونو غوښتونکي چوپ پاتې وو، خو اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغانستان له معتادو پاک او د دوی ناوړه حالت ته تغیر ور کړو.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې له دې یوه ورځ وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله اخندزاده کورنیو چارو وزارت ته حکم کړی چې د هېواد له بېلابېلو سیمو معتادین راټول او درملنې لپاره دې روغتونونو ته انتقال کړي.
اړوند موضوعات
د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي د معتادینو پنځه زره بستریز مرکز څخه لیدنه وکړه
همدا راز خبر کې ویل شوي وه چې د کانونو او پټرولیم وزارت ته امر شوی چې د یو کان کیندلو عواید دې د معتادو پر روغتون، تجهیزاتو او درملنې ته وقف کړي.
حماد






