د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي د معتادینو پنځه زره بستریز مرکز څخه لیدنه وکړه

د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي د معتادینو پنځه زره بستریز مرکز څخه لیدنه وکړه

 

24 اکتوبر 2022

د اطلاعات او کلتور وزارت په یوه تازه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت نشراتي معین ښاغلي “مهاجر فراهي” کابل کې د معتادینو پنځه زره بستریز مرکز څخه لیدنه وکړه.

 

ښاغلي معین خوښي وښوده چې د معتادینو د علاج لپاره په دومره لوړه کچه روغتون د جوړیدو چاري ۹۰سلنه بشپړي شوي دي او زیاته یې کړه، چې د عالیقدر امیرالمومنین په فرمان د کوکنارو کرکېله ممنوع اعلانیدل او د داسي روغتونونو ایجادیدل به په هیواد کې د معتادینو کچه صفر ته را ټیته کړي.

 

ښاغلی مهاجر فراهي وایي، چې په میاشت کې دننه به په مخدره موادو روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شي، چې دلته به یې د تداوۍ ترڅنګ، دیني، فني، حرفوي زده کړو درسونه او بېلابېل مهارتونه ورته ښودل کیږي، نوموړی وایي چې دېته ورته مرکزونه به په ټولو زونونو کې جوړیږي.

 

هیره دي نه وي چې د اشغال په وخت کې د کوکنارو د مخنیوي او معتادینو د تداوۍ لپاره د سلګونو ملیونونو ډالرو مرستې ځانګړي شوي وې، خو د کمېدا پرځای نور هم اضافه شول، اسلامي امارت دې برخې ته پوره ژمنتیا او امادګي لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载