د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملي دفاع وزارت د توپچي قواؤ له قومندان او یو شمیر مجاهدینو سره کتلي.

0
138

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملي دفاع وزارت د توپچي قواؤ له قومندان او یو شمیر مجاهدینو سره کتلي.

14 جون چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د ملي دفاع وزارت د توپچي قواؤ له قومندان مولوي یعقوب منصور اکه او د بلخ ولایت له یو شمېر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.

 

مولوي منصور اکه د نورو په استازولۍ د توپچي قواؤ د فعالیتونو او کړنو ترڅنګ د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې د بلخ ولایت د ولسونو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.

 

هغه زیاته کړه، مجاهدین په ځانګړي ډول د توپچي قواؤ مجاهدین د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي نظام د ساتنې او د خلکو د امنیت د تامین لپاره هیڅ راز هڅې نه درېغوي او په دې لار کې د اسلامي امارت رهبرۍ د فرمانونو اجرا ته اماده دي.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي دفاع وزارت د توپچي قواؤ له قومندان او د بلخ ولایت له مجاهدینو سره پر کتنې خوښې څرګنده او د یاد ولایت د خلکو او مجاهدینو سرښندنې یې وستایلې.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال توپخانه د ملي دفاع وزارت یوه له اړینو برخو وبلله وې ویل، توپچي قواوې د یاد وزارت له نورو برخو سره په همغږۍ له هیواد څخه د ساتنې په برخه کې مهمه ونډه لري او د دغې دندې د لا ښه ترسره کولو لپاره د مجاهدینو شپه او ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې غواړي.

اړوند موضوعات

ریاست الوزراء اداري مرستیال د مرکزي قول اردو له رئیس ارکان او یو شمېر مجاهدینو سره کتلي.

 

نوموړي د بلخ ولایت د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخه کې څرګنده کړه، اسلامي امارت د خپل توان په محدوده کې هڅه کوي چې د افغانستان ټولو ولسونو ته د ښوونې او روزنې او روغتیا ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

Leave a reply