ریاست الوزراء اداري مرستیال د مرکزي قول اردو له رئیس ارکان او یو شمېر مجاهدینو سره کتلي.
ریاست الوزراء اداري مرستیال د مرکزي قول اردو له رئیس ارکان او یو شمېر مجاهدینو سره کتلي.
12 جون دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ ماسپښين د مرکزي قول اردو د رئیس ارکان ملا عبدالمنان محمود په شمول د اسلامي امارت له یو شمېر مجاهدینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې مولوي عبدالمنان محمود د نورو په استازیتوب د مرکزي قول اردو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او مجاهدینو د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
د مرکزي قول اردو رئیس ارکان وویل، د یادې قول اردو مجاهدین شپه او ورځ د خپلو وطنوالو د امنیت د تامین په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي او د اسلامي امارت د مشرانو د هر ډول احکامو اجرا کولو ته چمتو او اماده دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال او تر هغې را وروسته د اسلامي نظام د بقا په موخه د ټولو مجاهدینو زړورتیا او سرښندنې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، هغه نظم او امنیت چې نن په هیواد کې حاکم دی د اسلامي امارت د زړورو مجاهدینو د نه ستړي کېدونکو زحمتونو او هلو ځلو پایله ده.
اړوند موضوعات
د رياست الوزرا اداري مرستيال د پکتيکا مرستيال والي او ورسره راغلو يو شمېر مجاهدينو سره کتلي.
حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت به تل د مجاهدینو د مېړانې او سرښندنې قدردانی کوي.