د رياست الوزرا اداري مرستيال د پکتيکا مرستيال والي او ورسره راغلو يو شمېر مجاهدينو سره کتلي.

0
106

د رياست الوزرا اداري مرستيال د پکتيکا مرستيال والي او ورسره راغلو يو شمېر مجاهدينو سره کتلي.

12 جون دوشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د پکتيکا مرستيال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او ورسره راغلو يو شمېر مجاهدينو سره وکتل.

 

 

مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د نورو په استازيتوب د امنيتي وضعيت، ښوونې او روزنې، روغتيا، ديني مدرسو، مواصلاتي لارو او د پکتيکا د خلکو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

 

د پکتیکا مرستیال والي زياته کړه، د دې ولايت سيمه ييز مسوولين توانېدلي په امنيتي، ټولنيزو او د خدمتونو وړاندې کولو برخو کې ښه عمل وکړي.

 

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پخپلو خبرو کې وويل، د پکتيکا ولايت خلکو او مجاهدينو د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد لومړۍ کرښه کې حضور درلود، چې بايد وستايل شي.

اړوند موضوعات

رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه کې پر بیلابیلو موضوعاتو بحث ترسره شوی.

 

د رياست الوزرا اداري مرستيال ښوونه او روزنه، روغتيا او مواصلاتي لارې د خلکو لومړني حقوق وبلل چې متاسفانه په تېرو کلونو کې ورته ډېره پاملرنه نه ده شوې او زياته يې کړه، اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په پورتنیو برخو کې د معياري خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

Leave a reply