د قوش تیپې کانال او نورو پروژو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملي پراختیا انکشافي شرکت رئيس سره خبرې اترې کړي.
د قوش تیپې کانال او نورو پروژو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملي پراختیا انکشافي شرکت رئيس سره خبرې اترې کړي.
12 جون دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاس سياسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د ملي پراختیا انکشافي شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش سره ولیدل.
په دې کتنه کې، عبدالرحمن عطاش د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د ملي پراختيا انکشافي شرکت پروګرامونو او پروژو، په ځانګړې توګه د قوش تېپې کانال کارونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
نوموړي ملي پراختیا شرکت سره د اسلامي امارت د سخاوتمندانه او مخلصانه همکاريو مننه وکړه وې ويل، د دې ملاتړ له امله د ياد شرکت غړي په نه ستړي کېدونکي ډول د هيواد رغاولو لپاره کار کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یاد شرکت فعالیتونه مثبت وارزول او زیاته یې کړه، اسلامي امارت له ټولو هغو شرکتونو څخه مننه او ملاتړ کوي، چې د هیواد په ابادۍ کې ونډه اخلي.
نوموړي وویل، د قوش تېپې کانال د افغانستان لپاره مهمه او تاریخي پروژه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د هیواد په کرنه او اقتصاد کې پام وړ بدلون راشي.
اړوند موضوعات
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، اسلامي امارت د هیواد سترو، ملي او زېربنايي پروژو ته متوجه دی او يو په بل پسې يې چارې پيلوي.