ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لویې پکتیا يو شمېر قومي مشرانو او علماؤ سره د ولسونو پر ستونزو خبرې اترې کړي.

ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د لویې پکتیا يو شمېر قومي مشرانو او علماؤ سره د ولسونو پر ستونزو خبرې اترې کړي.
12 جون دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال نن د لويې پکتیا یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره وليدل.
په دې لیدنه کې، یادو قومي مشرانو د لویې پکتیا په لرې پرتو سیمو کې د ولسونو پر ستونزو خبرې وکړې وې ویل، اړتیا ده چې په دغو سیمو کې پراختیايي چارې ترسره او ځوانانو ته کارموندنه وشي. هغوی زیاته کړه، د لویې پکتیا ولسونه د اسلامي امارت ملاتړ او ورسره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
دغو قومي مشرانو وويل، په تېرو څو لسیزو کې د لویې پکتیا لرې پرتو سیمو ته هېڅ کار نه دی شوی او لا هم خلک لومړنيو خدماتو څخه محروم دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې د ښارونو او کليو ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي او ټولو ته به يو ډول پاملرنه کېږي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې هڅه کوي لرې پرتو سیمو ته هم د اساسي او بنسټیزو خدماتو لړۍ وغځوي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس سره ولیدل.
نوموړي په غوره ډول دې هدف ته د رسېدو لپاره له نړيوالو څخه هم د مرستو غوښتنه وکړه او په پای کې يې ډاډ ورکړ، چې د ولسونو د ستونزو حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.





