‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس سره ولیدل.

0
78

‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس سره ولیدل.

10 جون شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي عبدالودود سره ولیدل.

مولوي عبدالودود حقاني سعودي عربستان ته د فوټبال ملي لوبډلې د سفر معلومات او د خپلې ادارې کاري راپور شریک کړ.نوموړي وویل، سعودي عربستان ته د افغان فوټبالرانو سفر له تود هرکلي سره مخ شو. او له لاسته راوړنو څخه ډک و.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، ورزش د هیوادوالو د خوښۍ او یووالي غوره وسیله ده او په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون خورا مهم دی.‏

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره لیدلي.

 

نوموړي په دې ټینګار سره، چې ورزش باید له سیاست لرې وساتل شي زیاته کړه، نړیوالې ورزشي ادارې بايد په نړيوالو لوبو کې افغان لوبغاړو ته د ګډون زمينه برابره کړي.

Leave a reply