د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره لیدلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره لیدلي.
8 جون پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د ننګرهار ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره ولیدل.
په دې کتنه کې حاجي بهرام خان نیازي او قاري عبیدالله د نورو په استازیتوب وویل، د ویاړ ځای دی، چې د مسوولانو دروازې تل له تبعیض پرته د ملت پرمخ خلاصې دي.
یادو قومي مشرانو دغه راز له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او د خپلې سیمې یو شمېر ستونزې یې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر، له یادو قومي مشرانو څخه په مننې وویل، اسلامي نظام د افغان ملت په همکارۍ او قربانۍ سره منځ ته راغلی او د خلکو مال، عزت او ناموس په کې خوندي دی.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ژمنه وکړه، چې د دوی د ستونزو په اړه به مسئولو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي او حل لارې به ورته پیدا کړي.




