د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان طبي شورا رئيس او غړیو سره د طب د معیاري کیدو په اړه خبرې اترې کړي.

0
126

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان طبي شورا رئيس او غړیو سره د طب د معیاري کیدو په اړه خبرې اترې کړي.

8 جون پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د افغانستان طبي شورا عمومي رئيس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ګل محمد عثمان او غړیو سره وکتل.

 

په دې کتنه کې د افغانستان طبي شورا عمومي رئيس ډاکتر ګل محمد عثمان د افغانستان طبي شورا د کړنو او فعالیتونو او په هیواد کې د طب د معیاري کېدو په برخه کې د یادې شورا د شتون د ارزښت او د طبابت د ودې په موخه د راتلونکو برنامو په اړه خبرې وکړې.

 

د طبي شورا رئيس په نړیوالو معیارونو د طبي مسایلو برابرول، په ټول هیواد کې د طب محصلینو ته د واحد درسي تعلیمي نصاب برابرول، د روغتیا په برخه کې د ملي سمپوزم ایجاد او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږې راوړل له اساسي موضوعاتو څخه وبلل چې اسلامي امارت د مسوولینو ځانګړې پاملرنه غواړي.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د طبي شورا رئيس او غړیو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د څارنې، ارزونې او همدارنګه له اړوندو ادارو سره په همغږۍ په هیواد کې د طبابت د ودې لپاره د یادې شورا شتون مهم وباله.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال طبابت د هیواد له اساسي مسایلو څخه وباله چې متاسفانه په تېرو کلونو کې یې د ودې لپاره پام وړ کار نه دی شوی، اما اسلامي امارت پورته یادو مسایلو ته جدي پاملرنه کړې.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د تخار ولایت یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

 

مولوي حنفي له طبي شورا وغوښتل چې له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ د معیاري کېدو او خلکو ته د معیاري خدماتو برابرولو لپاره زیاتې هڅې وکړي.

Leave a reply