د ریاست الوزراء اداري مرستیال د تخار ولایت یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

0
173

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د تخار ولایت یو شمیر علماؤ او قومي مخورو سره کتلي.

6 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن غرمه د تخار ولایت یو شمېر علماو او متنفذینو سره وکتل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې خلیفه محمدیوسف او مولوي عبدالغفور د نورو په استازیتوب د خبرو پر مهال په هیواد کې د سراسري امنیت په تامین، د اسلامي امارت د مسوولینو په نېک چلند، د اداري فساد په له منځه وړلو او خلکو ته په چټکو خدماتو رسولو خوښي وښوده.

 

هغوی زیاته کړه، د اسلامي امارت نظام په بې درېغه سرښندنو، قربانیو او هلو ځلو سره په هیواد کې تامین شوی دی او د ټولنې هر فرد باید د دې نظام د ساتنې او ملاتړ کوښښ وکړي.

 

هغوی همدارنګه وویل، موږ د اسلامي امارت یوو او اسلامي امارت زموږ دی او چاته د نظام د تخریب اجازه نه ورکوو.

 

 

مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټينګښت کې د هغوی د نه ستړې کېدونکو کوښښونو قدرداني وکړه چې علما او ولسي مشران د نظام ټينګښت او د ټولنې اصلاح کې مهمه دنده لري.

 

 

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت ټول مسوولین د هیواد له برجسته علماوو څخه دي او تل افغانانو ته د خدماتو برابرولو په هڅه کې دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د فراه ولایت یو شمیر مشرانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال همدارنګه وویل، د دې نظام ساتنه د ټولنې د ټولو افرادو دنده ده او په دې کې باید هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول هڅې درېغ نشي.

Leave a reply