افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست سریلنکا کې د نړیوال فدراسیون او جنوبي اسیا هیوادونو ملي ټولنو استازو غونډه کې ګډون ترسره کړی.

0
129

افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست سریلنکا کې د نړیوال فدراسیون او جنوبي اسیا هیوادونو ملي ټولنو استازو غونډه کې ګډون ترسره کړی.

8 جون پنشنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سریلانکا هېواد په پلازمېنه کولمبو کې د سیمې لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مشر الګزاندر میتیو په ګډون د جنوبي آسیا د هېوادونو افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، مالدیف، بوتان، نیپال او سریلانکا د ملي ټولنو د استازو ترمنځ ګډه ۳ ورځنۍ ناسته پیل شوه.

 

ناستې ته د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو د خبرو ترڅنګ وویل “افغاني سره میاشت ټول هېواد ۱۷۳ ثابت او ګرځند روغتیایي مرکزونه لري، چې په ټول هېواد کې بېوزلو وکړو ته خدمات ترسره کوي”.

 

نوموړي وویل “افغاني سره میاشت یوازینۍ ټولنه ده، چې د سوري زړه په رنځ د اخته ماشومانو وړیا درملنه کوي او روان کال توانېدلې په هېواد کې دننه بېلابېلو روغتونونو کې تر ۱۲۰۰ ماشومان تداوي کړي.”

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشې ټولنې سرپرست افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې او دیانت ادارې استازو سره کتلي.

 

 

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص افغاني سرې میاشتې ته ور پېښو ستونزو ته په اشاره وویل “د افغانستان غرنی جغرافیوي موقعیت له نورو هېوادونو سره توپیر لري، ډېرو سیمو کې مواصلاتي سیستمونه له منځه تللي، چې له همدې امله لیرې پرتو سیمو کې وګړو ته د ژوند اساسي خدمات وړاندې کول خورا ستونزمن کار دی او زیات لګښت ته اړتیا لري؛ دا چې د افغاني سرې میاشتې د کار ساحه پراخه ده، خو امکانات یې کم دي، نو لازمه ده نړیوال په یادو برخو کې زمونږ همکارۍ او لاسنیوي ته را وړاندې شي”.

Leave a reply