د افغاني سرې میاشې ټولنې سرپرست افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې او دیانت ادارې استازو سره کتلي.

د افغاني سرې میاشې ټولنې سرپرست افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې او دیانت ادارې استازو سره کتلي.
18 مئي 2023 پنشنبه
افغانستان کې د ترکیې د دیانت ادارې استازي عبدالقدیر اوغلو او د ترکیې د سرې میاشتې مسؤل فرید احمد ضیاء د افغاني سرې میاشتې له سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص سره په بشري مرستو او ګډه همکارۍ دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې د دیانت له ادارې په تېر یو کال کې د افغاني سرې میاشتې له لارې له افغانستان سره د مرستو د ویش مننه وکړه.
نوموړي وویل “په افغانستان کې د فقر کچه لوړه شوې؛ مونږ هیله من یو چې د دیانت اداره د افغاني سرې میاشتې له لارې له افغانانو سره د بشري مرستو بهیر ته وسعت ورکړي”.
نوموړي په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مسجدونو د جوړښت په برخه کې هم د لاسنیوي غوښتنه وکړه.
ښاغلي خالص وویل “افغاني سره میاشت له کونډو او یتیمانو سره په لاسنیوي او د ناروغانو په درملنه کې د خیریه ادارو لاسنیوي ته اړتیا لري”.
د دیانت ادارې استازي ښاغلي عبدالقدیر اوغلو ژمنه وکړه، چې په بشري خدماتو کې به د روغتیا او طبیعي پېښو په برخو کې له افغاني سرې میاشتې سره ګډ کار او د افغاني سرې میاشتې لاسنیوي کوي. نوموړي ژمنه وکړه، چې پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو کورنیو ته د کورونو د جوړښت په برخه کې د همکارۍ ترڅنګ به د کونډو او یتیمانو په لاسنیوي او په کلیوالي سیمو کې د پاکو اوبو د چمتو کولو په برخه کې هم همکاري وکړي.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ۴۵ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپیژندلي.
ښاغلي اوغلو همدا ډول ژمنه وکړه، چې دوی چمتو دي اړمنو ته د قربانۍ د غوښو د رسولو لپاره په پلازمېنه کابل کې یو ستر مسلخ جوړ کړي او هم د ترکي ژبې د زده کړې ښوونیز مرکز ایجاد کړي.






