افغاني سرې میاشتې ۴۵ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپیژندلي.

0
110

افغاني سرې میاشتې ۴۵ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپیژندلي.

6 مئي شنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې له لورې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۴۵ ماشومان پلازمېنه کابل کې د زړونو د درملنې ۳ روغتونونو ته د عملیات په موخه ور وپېژندل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې افغاني سرې میاشتې تېرو شاوخوا ۹ میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۰۲۴ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندلي، چې لګښت يې د افغاني سرې مياشتې په غاړه دى.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې ۱۵ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره کابل کې روغتون ته وروپیژندل.

 

یاده دې وي چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه د ۹۰ زره افغانیو څخه نیولې، تر ۴ لکه افغانیو لګښت راځي چې د افغاني سرې میاشتې له لورې تادیه کیږی.

Leave a reply