د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بدني روزنې عمومي ریاست او فوټبال فدراسیون مسؤلینو او ملي ټیم لوبغاړو سره کتلي.

0
258

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بدني روزنې عمومي ریاست او فوټبال فدراسیون مسؤلینو او ملي ټیم لوبغاړو سره کتلي.

3 جون شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له مسؤولینو، د فوټبال فدراسیون رهبرۍ او د ملي ټیم لوبغاړو سره ولیدل.

 

په دې لیدنه کې د فوټبال ملي لوبډلې غړو او مسئولینو د مرکزي آسیا اتلولۍ په راتلونکو لوبو کې د ګډون په موخه چې څو ورځې وروسته به پيل شي، د بشپړ چمتووالي یادونه وکړه او ویې ویل په لوړ مورال او ښه چمتووالي به په دې سیالیو کې ګډون وکړي.

 

هغوی د ریاست الوزراء کفیل څخه په مننې وویل، د دوی د ملاتړ له امله یې ښې لاسته راوړنې لرلې او زیاته یې کړه د مرکزي آسیا راتلونکو لوبو ته یې هم ښه چمتووالی نیولی دی.
د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي عبدالله المطيري چې د کویټ هېواد اصلي اوسیدونکی دی، وویل، د فوټبال فدراسیون چارې د فیفا له معیارونو سره سمې پر مخ روانې دي او په دغه برخه کې هیڅ تشه نشته. هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت ملاتړ او د لوبډلې هڅې به دوی له اسیایي لوبو ور هاخوا لویو بریاوو ته ورسوي.

 

د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر وویل، په تېرو نږدې دوه کلونو کې د دغه فدراسیون لوبغاړو ۱۴ مهمې لوبې کړي او په ډېرو کې یې بریا خپله کړې ده.

اړوند موضوعات

د افغانستان فوټبال لوبډلې لپاره د کویت هیواد تبعه عبدالله المطیری د روزونکي په توګه ټاکل شوی.

 

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د فوټبال ملي ټيم لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسې زموږ ویاړ یاست او دا چې په هر ډګر کې افغان ځوانان د هېواد لپاره زیار باسي د نیکمرغۍ ځای دی. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د خپلو لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي او د بریاوو لپاره به یې هر ډول زمینه برابره کړي.
د فوټبال ملي لوبډله به اسیايي سیالیو کې د افغانستان لپاره ډګر ته ووځي.

Leave a reply