د افغانستان فوټبال لوبډلې لپاره د کویت هیواد تبعه عبدالله المطیری د روزونکي په توګه ټاکل شوی.

0
99

د افغانستان فوټبال لوبډلې لپاره د کویت هیواد تبعه عبدالله المطیری د روزونکي په توګه ټاکل شوی.

27 اپریل پنشنبه 2023

 

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي چې، د کوېټ هېواد تبعه عبدالله المطیري یې د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی ټاکلی دی.د یاد فدراسیون په وینا چې ښاغلی المطیري به ډېر ژر کابل ته د قرارداد لاس‌لیکولو په موخه سفر وکړي.

 

فوټبال فدراسیون زیاتوي: “ډېر ژر به د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې تمریني کمپ د غوره لوبغاړو د پېژندلو په موخه په کابل کې پیل شي.”

 

اړوند موضوعات

د افغانستان فوټبال ۱۷کلنې لوبډلې منګولیا ته په صفر پنځه ماتې ورکړه.

 

دغه راز هغه افغان لوبغاړي چې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي هم په دې تمریناتي کمپ کې به ګډون وکړي. د ویلو ده چې فوټبال فدراسیون د افغانستان ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

 

Leave a reply