رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه کې پر بیلابیلو موضوعاتو بحث ترسره شوی.
رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه کې پر بیلابیلو موضوعاتو بحث ترسره شوی.
12 جون دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اداري کمېسيون غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې غونډه کې؛ د هيواد په نظامي مرکزونو کې د موجودو طبي تجهيزاتو پر ارزولو او د ملي بس امارتي شرکت فعاليت ښه کولو هر اړخیړ بحث ترسره شو.
اړوند موضوعات
د اداري کمیسیون غونډه کې د جمهوریت روغتون پر ریفورم، تشکیل او مالي بودجې بحث ترسره شوی.
همدا راز د تخنيکي او مسلکي تعليماتو عمومي رياست اړوند مسائلو ترڅنګ په اجنډا کې پر شاملو نورو موضوعاتو هر اړخيز بحث او لازم تصميمونه ونيول شول.