د اداري کمیسیون غونډه کې د جمهوریت روغتون پر ریفورم، تشکیل او مالي بودجې بحث ترسره شوی.
د اداري کمیسیون غونډه کې د جمهوریت روغتون پر ریفورم، تشکیل او مالي بودجې بحث ترسره شوی.
14 اپریل جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اداري کمېسيون غونډه تیره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد هم حضور درلود، د جمهوريت روغتون د ريفورم پر طرحې، تشکيلاتو او مالي او بودجوي طرحې،
د طبي وسایلو خوندي لېږد او د دې روغتون د متخصصينو پر معاشونو او امتيازاتو هر اړخيز بحث وشو.
همداراز يو پلاوی وګومارل شو، ترڅو د دې طرحې د تطبيق لپاره د يو مناسب ځای امکانات وارزوي او د متخصصينو د ګومارلو په اړه هم يوه طرحه ترتيب او راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
اړوند موضوعات
د اداري کمیسیون غونډه کې د جمهوریت روغتون پر اړتیاوو او نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره شوی.
په همدې ترتيب د نبراسکا مطبعې پر ملکيت او فعالولو هم هر اړخيز بحث وشو او يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو هغه په دقيق ډول وارزوي او خپل راپور د کمېسيون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.