ازبکستان کې د څلور اړخیزه غونډې ګډونوالو له امریکا غوښتي چې پر افغانستان دې بندیزونه ختم او کنګل شوې پیسې دې آزادې کړي.

0
92

ازبکستان کې د څلور اړخیزه غونډې ګډونوالو له امریکا غوښتي چې پر افغانستان دې بندیزونه ختم او کنګل شوې پیسې دې آزادې کړي.

14 اپریل جمعه 2023

د ازبکستان هیواد په سمرقند کې د افغانستان په اړه تیره ورځ د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې سربیره نن ورځ د افغانستان په هکله د څلوراړخیز فارمټ غونډه هم ترسره شوه.

 

یاده غونډه کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان په گډون څلور اړخیز فارمټ د ناستې په پای کې یوه اعلامیه صادره کړه.

 

اعلامیه کې افغانستان مخاطب شوی او پکې ویل شوي چې: ‏- په افغانستان او سیمه کې د امریکا او ناټو نظامي تاسیساتو استقرار نور د منلو ندي.

 

همدا راز غوښتل شوي چې امریکا دې پر افغانستان یو اړخیز بندیزونه پای ته ورسوي او د افغانانو کنگل شوې شتمنۍ دې ازادې کړي.

 

یاد فارمټ ویلي چې په افغانستان کې د داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان، د شرقي ترکستان غورځنگ او نورو ترهگرو ډلو له لوري د سیمې او نړۍ امنیت ته گواښ دی.

اړوند موضوعات

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر ازبکستان هیواد کې د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.

دوی همدا راز غوښتي چې په افغانستان کې دې یو ټولشموله حکومت رامنځته شي او پر نجونو او ښځو او اقلیتونو دې محدودیتونه پای ته ورسیږي.

Leave a reply